ښه شعر بايد د لفظي ښکلا او بديعي صنايعو
ترڅنګ له انځورهستونې او ښکلا پنځونې څخه
برخمن وي. ((فضليار))
د هېواد خوږژبي شاعر ښاغلي فضل هادي فضليار سره ادبي مركه
فضل هادي فضليار د هېواد خوږ ژبى شاعر دى، شرنگ وېبپاڼې ورسره د زړه خواله كړې چې د سلامونو او نېكو هيلو په وړاندې كولو سره غواړم له ښاغلي فضليار سره روغبړ وكړم.
فضليار : مننه ګران امينزى صاحب ! تاسو مې هم له مينې ډکې پېرزوينې ومنئ.
شرنګ : كه د حقيقت لوستونکو سره پېژندګلوي وكړئ ؟
فضليار : په سترګو ياره! لكه چې ودې ويل، فضل هادي فضلياريم، د همېشه بهار ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د ککړک کلي اوسېدونکى چې اوس په جلال اباد ښار کې اوسېږم.
شرنګ : كېداى شي د خپلو زده كړو په هلكه مالومات راكړئ ؟
فضليار : د ننګرهاراسلامي پوهنتون له انجينرۍ پوهنځي څخه فارغ شوى يم ،ترانجينرۍ وړاندې مې څه مهال دکابل دپوليسو اکاډمي لوستې اوله دې دواړو پرته مې يوشمېرادبي اوژورنالستيکو لنډمهالو او اوږدمهالو کورسونو کې هم ګډون کړى خو که په لنډو ټکو يې درته ووايم زه يو نيمچه پوليس ، شاعر او ژورنالست خوبشپړانجينيريم.
شرنګ : نو دغه چارې يو له بله سره ډېرې په توپير کې نه دي ؟
فضليار : پوليسي موليسي خو اوس پاتې ده ، انجينري زما مسلک دى او شعر مې هنر . دا خو عادي خبره ده چې يو څوک هم مسلک ولري او هم هنر.
شرنګ : که د خپلې دندې او شخصي ژوند په اړه راته وغږيږې.؟
فضليار : زه خو اوس په انجينري ، ژورنالستيکو او ادبي فعاليتونو بوخت يم ، له يوې اينجو سره د کار کولو ترڅنګ له ننګرهاره خپرېدونکې ، نړۍ اونيزې مسئول مدير يم ، د اونيزې لپاره د ليکنو څخه پرته ، کله نا کله چې وخت پيدا کړم شعر هم ليکم.
او شخصي ژوند، نو واده مې تر اوسه نه دى کړى ، له کرکټ لوبې سره ډېره مينه لرم، وخت نا وخت د ننګرهار اټک لوبډله کې ، چې د ويښو ځوانانو د لوبې ټيم دى ، لوبېږم.
شرنګ : له نړۍ اونيزې سره خو به ډېرى افغانان اشنا وي ، که ستا شاعرۍ ته راشو او دا راته ووايې چې تر دې دمه دې څومره شعرونه ليکلي ؟
د ليکنې پاتې برخه
|
+| ليکل شوى په واسطه د
tamimjan در
|